Asset 1SWN

غور کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

Ghor 12112 (1)

د غور امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دواړه پېښې د یاد ولایت په تیورې او دولتیار ولسوالیو کې رامنځته شوي دي. د تیورې ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی او دولتیار ولسوالي کې بیا یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شوی کس هټۍ‌وال و او پرون چهارشنبه د غبرګولي درېیمه کور ته پر لاره د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د یادې پېښې په تړاو خپلې هڅې پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د یاد ولایت د امنیې قومنداني په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد ولایت د دولتیار ولسوالي په «سنګ‌قشقه» کلي کې یوې نجلۍ د روحي او رواني ستونزو له کبله ځان‌وژنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام