Asset 1SWN

لوګر کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي

????????????????????????????????

د لوګر امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال ناپېژنده دوه کسان په ډزو وژل شوي دي.

د لوګر د امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې لومړی پېښه د محمداغې ولسوالي په «زرغون‌ښار» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دغه پېښه کې یو ۲۵ کلن ځوان چې قاري عبدالوکیل نومېږي د ناپيژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس همداراز وویل چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې هم د ځمکې پر سر د دوه کورنیو ترمنځ د نښتې له کبله یو ۳۵ کلن کس وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

انس زیاته کړې چې د دواړو پېښو په تړاو درې کسان نیول شوي او له نیول شویو کسانو د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام