عبدالمجید چې ۲۳ کاله عمر لري، له سهار څخه تر ماښامه په بېلچې کار کوي، څو د هرات ښار کثافات ټول او د اوبو کانالونه پاک کړي. هغه تر دې وړاندې په یوه دولتي اداره کې دنده لرله، خو د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله يې له لاسه ورکړه او اوس د ملکرو ملتونو د خوړو په بدل کې د کار پروګرام کې کار کوي.

نوموړی چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی، له ټولو نړیوالو سازمانونو غواړي چې دې ته ورته نور پروګرامونه هم پیل کړي او په وینا یې، په هر حالت کې به د هېواد لپاره کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا یوازې عبدالمجید نه دی چي په هرات ښار کې کار کوي، بلکې سلګونه نور کسان د غور په مرکز فېروزکوه او د بادغیس په مرکز قلعه‌نو ښار کې پر کار بوخت دي او د خپلې کورنۍ اړتیاوي پوره کوي.

د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي ضیاالحق او نېک‌محمد چې په دغه پروګرام کې کار کوي، له خلکو غواړي چې خپل کثافات د اوبو کانالونو پر ځای، د ښاروالي له لوري په ټاکل شويو ځایونو کې واچوي، څو نه خلکو ته په سرخوږي بدل شي او نه هم د اوبو کانالونه بند او ښار ککړ کړي.

بله‌خوا د هېواد په لوېدیځ کې د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام مسوولان وايی چې دوی د خوړو په مقابل کې د کار فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې دغه پروګرام په ټول هېواد کې پلی شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام رییس سید سعدالله وهاب وايي، د دغه پروګرام موخه په لنډمهال کې خلکو ته د کاري اسانتیاوو برابرول او د لوږې او بې‌وزلۍ کچې را ټیټول دي او په خبره یې، د خلکو پر ژوند او کرنیزو چارو به مثبت اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیا پروګرام د مسوولانو په وینا، د دغه پروګرام په پیل سره به په هرات او نورو لوېدیځو ولایتونو کې زرګونو کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام