د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته وویل چې ناپېژنده وسله‌والو دغه ولایت کې د عبدالصمد په نوم یو کس وژلی دی.

د نوموړي په وینا، دا پېښه بېګاه د فاریاب د پښتون‌کوټ ولسوالي د «تکلي» سیمې په «خواجه‌موسی» کلي کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

محمدي وايي، وژل شوی کس په توپانچه ویشتل شوی او قاتلان یې هم تښتېدلي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې تر اوسه د دې پېښې انګېزه او لامل نه‌دي روښانه شوي، خو امنیتي مسوولانو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

ناپېژنده وسله‌والو پرون هم د فاریاب ولسوالي په قیصار ولسوالي کې د دغه ولایت د اقتصاد رییس وژلی او بیا تښتېدلي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام