فاریاب کې ځینو سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د حمیدالله په نوم یوه ځوان خپله ځوانه خور په توپانچه ویشتلې او وژلې ده.

دا پېښه نن مازدیګر د فاریاب د مرکز میمنې ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په وینا، حمیدالله د خپلې خور له وژلو وروسته تښتېدلی، خو د میمنې ښار په کمبربند کې له توپانچې سره نیول شوی دی.

سرچینې د یاد ځوان له قوله وايي چې خور یې سره له دې چې خاوند یې درلود، خو بیا یې هم له یوه نامحرم کس سره اړیکه ټینګه کړې وه او څه مودې مخکې ورسره تښتېدلې هم وه. سرچینې د هغه په خبره وايي چې له همدې کبله یې خپله خور وژلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام