د فراه امنیتي مسوولان وايي، یوې ښځې بېګاه د دغه ولایت د خاک سفید ولسوالي په «محلخان» سیمه کې خپل خُسر په بستره کې وژلی دی. وژل شوی کس دینمحمد نومېږي.
د خاک سفید ولسوال مخلص اغا سلاموطندار ته ویلي، امنیتي مسوولان د پېښې ځای ته ورغلي او هغه ښځه یې نیولې چې خپل خُسر یې وژلی دی.
د نوموړي په وینا، د خپل خُسر قاتله نجیبه نومېږي او خپل جرم یې منلی دی. تراوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه دي په ډاګه شوي او د امنیتي مسوولانو په خبره، دوسیه یې عدلي او قضايي ادارو ته لېږلې ده.