د اریانا نیوز د خبرونو ویانده مینا خیري چې د پنجشنبې ورځ د کابل ښار په پلسخته سیمه کې پر یوه ټونس ډوله موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنه کې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه، نن خاورو ته وسپارل شوه.
په دې چاودنه کې د هغې مور هم وژل شوې او خور یې بیا ټپي ده. د سلاموطندار خبریاله حمیده مددي نن خاورو ته د مینا خیري د سپارلو مراسمو ته ورغلې وه. هغه وايي، که څه هم خاورو ته د هېوادوالو د سپارلو ډېرو مراسمو ته د راپور جوړولو لپاره تللې، خو نننیو مراسمو له نورو هغو سره توپیر درلود.
د نوموړې په وینا، تر دې مخکې یې لیدلي وو چې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو قربانیان به په عمومي هدیرو کې خاورو ته سپارل کېدل، خو مینا خیري او د هغې مور په یوه داسې هدیره کې خاورو ته وسپارل شوې چې ښايي یوازې ۲۰ قبرونه به پهکې وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اریانا نیوز ویانده مینا خیري او د هغې مور د دې هدیرې تازه مېلمانه وو او کېدای شي مینا به تر ټولو ځوانه نجلۍ وه چې نن له ډېرو هیلو سره په دې هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. د مینا خیري خپلوان وايي چې نوموړې د چهاردهي په چهارکلا کې له چاودنې وروسته خپلې کورنۍ ته زنګ وهلی او د هغوی د روغتیا په اړه یې ډاډ ترلاسه کړی دی.
مینا له دندې وروسته کور ته راغلې او له خپلې مور او خور سره د پېر لپاره بازار ته تللې، خو خبره نه وه چې د بېرته راتګ پر مهال به دا او مور یې دواړه د ماین ښکار ګرځي. د مینا پلار عارف خیري چې د لور او مېرمنې درد له پښو غورځولی، هڅه کوي چې څو شېبې پر پښو ودرېږي او د وروستي ځل لپاره د خپلې لور او مېرمنې مخونه وویني.
هغه خاورو ته د لور او مېرمنې له سپارل کېدو وروسته وویل، د ملکیانو د وینې تویول څوک ځای ته نه رسوي او دا کار د اسلام او انسانیت خلاف دی. عارف خیري د افغانانو قاتلانو ته په خطاب کې وايي چې د ده په څېر یې زرګونه کورنۍ د خپلو خواخوږو د غم پر ټغر کېنولې دي. نوموړی زیاتوي، د ده لور او مېرمنې هېڅ ګناه نه لرله او په خبره یې، ټول پوهېږي چې د افغانانو د وینې تویول جهاد نه دی.
- کندهار کې د نعمت روان وژل کېدل او د خبریالانو اندېښنې
- په ۲۰۲۰ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې
- د خبریالاتو د قضیو نه څېړلو په اړه د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نیوکې
هغه د خلکو د امنیت نه خوندیتوب په برخه کې حکومت هم پړ بولي او وايي، په دې برخه کې هېڅ پلان نه لري. په همدې حال کې د اریانا نیوز مسوول شریف حسنیار خاورو ته د مینا خیري د سپارل کېدو په مراسمو کې د وینا پر مهال، هغه یوه هڅانده او زړوره نجلۍ یاده کړه چې تل به یې د بیان پر ازادي ټینګار کاوه.
د نوموړي په وینا، د بیان ازادۍ د ساتلو لارې ته به دوام ورکوي او په وینا یې، د مینا خیري د غږ په چوپولو سره د افغانانو، په تېره د ځوانانو د برابرۍ غږ نه شي چوپ کېدلای. ولسمشرۍ ماڼۍ هم د تېرو پېښو په څېر دا چاودنه هم غندلې او هغه یې یو ترهګریز عمل بللی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی او د ډار فضا خپرول، د خلکو له کرکې پرته بل څه نه لري.
مینا خیري د طلوع نیوز د ویاند نعمت روان له ترور وروسته د رسنیو دویمه کارکوونکې ده چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې وژل کېږي.