Asset 1SWN

فاریاب کې یوه کس خپله اومېندواره مېرمن د چړې په وسيله وژلې

20220613_231241-pq9nenpbyhz8vca4vj15xui02zu7nv9yr5zckj3las

د فارياب محلي مسوولان وايي چې دغه ولايت کې يوه کس خپله اومېندواره مېرمن د چړې په وسيله وژلې ده.

دغه پېښه نن له غرمې وروسته د فارياب ولايت مرکز د ميمنې ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شمس الله محمدي سلام وطندار ته ويلي چې يوه کس خپله ۱۹کلنه اومېندواره مېرمن وژلې او له سيمې تښتېدلی دی.

د محمدي په وينا، تراوسه روښانه نه ده چې دغه کس ولې خپله مېرمن وژلې او د ا.ا ځواکونه د قاتل د نیولو په لټه کې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام