Asset 1SWN

فاریاب کې د څړځای پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي

خواجه_سبزپوش-فاریاب-q42woosc9c0odh4xuwonnotmgclylfc0hluq5pt6ko

د فاریاب امنیتي مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په دولت‌اباد ولسوالي کې دوو کورنیو د څړځای پر سر شخړه کړې چې له کبله یې درې کسان وژل شوي دي. دا پېښه پرون د دولت‌اباد ولسوالي په «شور دریا» سیمه کې شوې ده. 

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمید‌الله بت‌شکن وايي، دا شخړه د کاکا ځامنو ترمنځ د څړځای پر سر شوې ده.

د بت‌شکن په وینا، په دې شخړه کې وسلې کارول شوي چې له کبله یې د ولي‌جان په نوم یو کس له یوه او بازمحمد او مجنون په نومونو دوه نور کسان د بل لوري وژل شوي دي.

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند وايي، یاده نښته سیمې ته د اسلامي امارت د ځواکونو له رسېدو سره سمه پای ته رسېدلې او درې کلاشینکوفونه هم هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې څه موده وړاندې په بادغیس کې هم د څړځایونو پر سر نښته کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام