ناپېژنده وسله‌والو سرپل کې یو کس له تښتولو وروسته وژلی

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه د تښتول شوي کس جسد یې سرپل کې پیدا کړی دی. ناپېژنده کسانو دغه ځوان له جوزجان تښتولی و او سرپل کې یې وژلی دی.

د جوزجان د امنیې قومنداني د جنايي مدیریت د کشف امر شمس‌الله وثیق ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه رامنځته شوې ده.

پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه ۸:۳۰ د جبل‌السراج ولسوالي اړوند ګلبهار کلي کې د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا یو کس وژل شوی دی.

زابل کې د یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله دوه کسان مړه او ۸۰ پرې اخته شوي

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالي کې د یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله دوه کسان مړه شوي او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي.

د مسوولانو په وینا، دغه ناروغۍ د شاجوی ولسوالي په «فتوزو» سیمه کې خپره شوې چې له امله یې دوه ماشومانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

غزني کې د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیول شوي

د غزني د والي ویاند حافظ‌ عمر غزنوي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په مرموز ډول د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیولي دي.
د نوموړي په وینا، یاد کسان یې په «زنه‌خان» ولسوالي کې څاه ته د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د ورغورځولو په تور نیولي دي.

ناپېژنده وسله‌والو لغمان کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي

په لغمان کې ولسي سرچينې وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په قرغیو ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.