Asset 1SWN

غزني کې د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیول شوي

لللل

د غزني د والي ویاند حافظ‌ عمر غزنوي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په مرموز ډول د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیولي دي.

د نوموړي په وینا، یاد کسان یې په «زنه‌خان» ولسوالي کې څاه ته د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د ورغورځولو په تور نیولي دي.

هغه وايي، له نیول شویو کسانو یې څېړنې پیل کړي او تمه ده چې ډېر ژر به د دې پېښې اصلي عاملان په ګوته شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ناپېژنده وسله‌والو دوه ورځې وړاندې د غزني د زنه‌خان ولسوالي په «ګډول» سیمه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې یوه ښځه او څلور ماشومان په‌کې وو، یوې څاه ته غورځولي وو او بیا یې د ګازو ډبې سر خلاص کړی او ورپسې غورځولې وه، څو یې د مرګ په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د وژل شویو کسانو جسدونه پرون‌-‌چهارشنبه له څاه نه را واېستل شول.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام