Asset 1SWN

کابل کې د یوه جومات ملا امام له مقتدي سره وژل شوی

عالم

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلام‌وطندار ته تایید کړه چې ناپېژنده وسله‌والو د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارته‌نو کې د حضرت ابوبکر صدیق جومات ملا‌ امام قاري نجیب‌الله عزیزي وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، نجیب‌الله عزیزي د سهار له لمانځه وروسته له جومات نه کور ته روان دی چې ناپېژنده کسانو پرې ډزې کړي او د ده ترڅنګ یې یو لمونځ کوونکی ‌هم وژلی دی.

ځدران ډاډ ورکوي چې امنیتي مسوولانو د پېښې او د هغې د عاملانو د نیولو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي وايي چې د جومات له ملا امام سره بل وژل شوي کس یو زرنج درلود او پر هغه یې کاروبار کاوه.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه ملا امام او د هغه د یوه مقتدي د وژل کېدو مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د کابل په ګډون، په ځینو ولایتونو کې یوشمېر دیني عالمان په نښه او وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام