Asset 1SWN

دایکندي او جوزجان کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې

Daikundi-2-pri9abpmfzstmqa3ih658bsp60psuokq33cw60ffd4

د جوزجان او دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایتونو کې یوې نجلۍ او یوې مېرمنې د نامعلومو لاملونو له کبله ځان‌وژنه کړې ده.

دایکندي کې محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې شنبه‌شپه د سلواغې ۲۹مه د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي «غوجګرد» کلي کې یوې پېغلې نجلۍ خپل ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه نجلۍ ۱۴ کاله عمر درلود. سرچینه زیاتوي چې دغه نجلۍ فاطمه نومېده او خپل کور کې یې ځان ځړولی دی.

په ورته مهال د دایکندي امنیتي مسوولانو هم سلا‌م‌وطندار ته پېښه تایید کړې ده. د دایکندي د امنیې قومنداني ویاند وايي، تراوسه معلومه نه ده چې دغه نجلۍ ولې ځان‌وژنه کړې، خو زیاتوي چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

دایکندي کې داسې مهال دغه نجلۍ ځان‌وژنه کوي چې نن د جوزجان مرکز شبرغان ښار اړوند سیمه کې هم یوې مېرمنې ځان‌وژنه کړې ده.

د جوزجان د امنیې قومنداني ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ۳۰کلنه مېرمن فریده نومېده او په ښکاري ټوپک یې ځان ویشتلی دی.

د نوموړي په وینا، پېښه پرون د سلواغې ۲۹مه د شبرغان ښار اړوند چتګرخانه سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي. هېواد کې تر ډېره د ځان‌وژنې پېښو لاملونه کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام