Asset 1SWN

د زده‌کړو نړیواله ورځ؛ پوهنې وزارت: زده‌کړې د هر افغان لپاره اړینې دي

MOE-Af

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې زده‌کړې د هر افغان لپاره اړینې دي.

دغه وزارت افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې افغانانو ته به د معیاري زده‌کړو د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په هېواد کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره دیني مدرسې او د محلي ټولګیو، د لیک او لوست او چټکو زده‌کړو زرګونه مرکزونه فعال دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې لس‌نیم میلیونه زده‌کوونکي چې دوه‌نیم میلیونه یې نجونې دي، په ټول هېواد کې پر زده‌کړو بوخت دي.

پوهنې وزارت پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان په ښوونیز ډګر کې یوازې پرې نه ږدي او افغانانو ته د زده‌کړو فرصتونو برابرولو برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

اسلامي امارت داسې مهال زده‌کړې د هر افغان لپاره اړینې بولي چې واک ته له رسېدو سره سم یې په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نن د جنوري ۲۴مه د زده‌کړو نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو فرهنګي او علمي سازمان یا یونسکو سږ کال دغه ورځ افغان نجونو ته ځانګړې او په یوه خبرپاڼه کې یې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د زده‌کړو مرکزونو دروازې پرانېزي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام