د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده نن د ښځو د حقونو په اړه په یوه تازه ځانګړي فرمان کې ویلي چې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت ضرور دی او هېڅوک ښځې په زور سره په نکاح کولو نه شي مجبورولای.

په یاد فرمان کې راغلي چې ښځه د مېړه تر وفات وروسته تر څلور میاشتني «عدت» تېرولو وروسته د خپل اختیار څښتنه ده او په خبره یې «لېور» او بل کوم څوک یې په زور سره نه شي په نکاح کولای.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د دغه فرمان په نورو برخو کې راغلي چې ښځه له نوي مېړه څخه د مهر اخیستلو حق لري او هم د وفات شوي مېړه اولاد، پلار او نورو دوستانو په مالانو کې د میراث حق او ثابت سهم لري.

په فرمان کې ویل شوي هغه څوک چې متعدد ودونه لري، مکلف دي چې د ټولو ښځو ته د شرعي حکم سره سم حقوق ورکړي او ترمنځ یې عدل وکړي.

په افغانستان کې په بدو کې د ښځو ورکول له جدي ستونزو څخه ده چې تر دې مخکې یې هم په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

په افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو ورکول او په زور سره ښځې نکاح ته اړ اېستل لویه ستونزه بلل کېږي چې په کراتو یې د مخنیوي غوښتنه شوې.

د طالبانو مشر هبت الله خندازده د حج او اوقافو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، سترې محکمې او د ټولو ولایتونو والیانو ته هدایت کړی چې خلکو ته د ښځو د حوقوقو د تامین په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د طالبانو مشر ویلي چې سترې محکمه دې ټولو محاکموته هدایات وکړي، څو د ښځو خصوصا د کونډو د حقونو او پرهغوی د ظلمونو اړوند عریضې په اصولي ډول واخلي او په هکله يې غفلت ونه کړي.

هغه ویلي ټول والیان او ولسوالان دې د یادو وزارتونواو سترې محکمې سره د دغه فرمان د تطبیق په بر خه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت امیرالمومین په داسې حال کې د ښځو په اړه دغه فرمان ورکوي چې د اسلامي امارت په واکمېدو سره په کور دننه او بهر ښځینه فعالانې او د ښځو ملاتړي بنسټونه د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې اسلامي امارت باید ښځو ته د زده‌کړو او کار کولو حق ورکړي. اسلامي امارت بیا په وار وار ویلي چې د ښځو حقونو ته ژمن دي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به ښځو ته د کار او زده‌کړو حق ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام