هبت‌الله اخند‌زاده: هېڅوک ښځې په زور سره په نکاح کولو نه شي مجبورولای

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده نن د ښځو د حقونو په اړه په یوه تازه ځانګړي فرمان کې ویلي چې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت ضرور دی او هېڅوک ښځې په زور سره په نکاح کولو نه شي مجبورولای. په افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو ورکول او په زور سره ښځې نکاح ته اړ اېستل لویه ستونزه بلل کېږي چې په کراتو یې د مخنیوي غوښتنه شوې.

د دایکندي خدیر ولسوالي امنیه قومندان او ولسوال د یوې وژنې په تور نیول شوي

 په دایکندي کې د اسلامي امارت محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند د خدیر ولسوالي امنیه قومندان او ولسوال یې د یوې مرموزې وژنې په تور نیولي دي. د دایکندي د والي د دفتر رییس وايي چې یاده وژنه په مرموز ډول شوې او ولسوال او امنیه قومندان اوس د دوی په بند کې دي.