د بدخشان په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د کتابونو دوه‌ورځنی نندارتون جوړ شو

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې د مرکز فیض‌اباد په ګډون یې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې هم د سړک پر سر زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ته ایښي دي. هغه وايي، هڅه کوي چې د بدخشان په نورو ولسوالیو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي دي.

افغانستان سبا له سریلانکا سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د درېوو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له بریا وروسته سبا د یاد هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه سبا یکشنبه ۸:۳۰ بجې د سریلانکا د همبانټوټا په «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.

د کابل-کندهار لویې لارې د خرابوالي له امله د موټرچلوونکو او مسافرو شکایت

د کابل-کندهار لویې لارې یو‌شمېر مسافر او موترچلوونکي د دغې لویې لارې د خرابوالي له امله شکایت کوي او له حکومت غوښتنه کوي چې یاده لویه لاره دې بېرته ورغوي. د کابل-کندهار لویې ‌لارې یوشمېر مسافر او موټرچلوونکي وايي، پر یاده لاره د تګ‌راتګ او د ناروغانو لېږد پرمهال تل له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

روزګان کې یوه کس ځان‌وژنه کړې

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند د خاص روزګان ولسوالي کې یوه کس ځان‌وژنه کړې ده.

د روزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه رامنځته شوې ده. نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنه‌کړل.

میدان‌وردګ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی

د میدان‌وردګ امنیتي چارواکي وایي چې پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.

د میدان‌وردګ د امنیه قومنداني له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د نرخ ولسوالي د «چینو» په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پرسر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.