Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی

میدان وردګ

د میدان‌وردګ امنیتي چارواکي وایي چې پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.

د میدان‌وردګ د امنیه قومنداني له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د نرخ ولسوالي د «چینو» په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پرسر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوی کس عتیق‌الله نومېده او د نرخ ولسوالي اصلي اوسېدونکی و.

په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې د یادې پېښې قاتل هم د امنتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم په نرخ ولسوالی کې یو کس د ځمکې پر سر د شخړې له امله وژل شوی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې ځینې کسان په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

 

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام