Asset 1SWN

اسلامي امارت: د تاجکستان امنیتي اندېښنو هوارولو لپاره د خبرو غوښتونکي یوو

presidents-scaled-e1666886140251

قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې د ګډې سرمشریزې ګډونوالو افغانستان کې د يوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو، د ښځو حقونو پر رعایت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار کړی دی.

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان دې غونډې ته چې پرون جوړه شوې وه، ویلي، افغانستان په ځانګړي توګه د دغه هېواد شمالي ولایتونه د نړیوالو ترهګرو پر خوندي ځای بدل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ویلي: «د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې اړینه ده چې دغه هېواد کې د ترهګرۍ، افراطیت، سایبري جرمونو او د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره ګډ اقدامات وشي.»

خو د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه د تاجکستان د ولسمشر د اندېښنو په ځواب کې وايي، افغان خاوره خوندي ده.

هغه سلام‌وطندار ته وویل، ا.ا د سیمې هېوادونو د اندېښنو لرې کولو لپاره دوی سره د خبرو غوښتونکی دی. نوموړي زیاته کړه: «د هېوادونو ولسمشرانو باید دې موضوع ته لمن ونه‌وهي، موږ دوی سره د خبرو غوښتونکي یوو او ډاډ ورکوو چې کوم هېواد ته به زیان نه رسېږي.»

د ا.ا ویاند زیاتوي چې د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او د ښځو د حقونو رعایت د افغانستان داخلي مسله ده چې د سيمې او نړۍ هېوادونه بايد په‌کې لاسوهنه ونه‌کړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه جمعه‌خان پویا وايي، ا.ا باید د دوحې د هوکړې له مخې، د سیمې او نړۍ د هېوادونو غوښتنو ته پام وکړي. هغه وویل: «د سیمې هېوادونه په دې باور دي، که ټول‌ګډونه حکومت جوړ نه‌شي، قومي او یو جنسي حکومت د افراطیت مخه نه‌شي نیولی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تاجکستان تېره اوونۍ افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ډېرېدو د اندېښنې له امله افغانستان سره پوله کې دوه پوستې هم جوړې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام