Asset 1SWN

افغانستان سبا له سریلانکا سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

360979

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د درېوو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له بریا وروسته سبا د یاد هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه سبا یکشنبه ۸:۳۰ بجې د سریلانکا د همبانټوټا په «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان پرون په لومړي یو ورځنۍ لوبه کې د ابراهیم ځدراڼ او رحمت‌شاه د نیمه سلیزو پر مټ کوربه سریلانکا لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

ابراهیم ځدراڼ په دې لوبه کې ۹۸ او رحمت‌شاه ۵۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو سیالیو کې دوه ځلې افغانستان او دوه ځلې سریلانکا بریا خپله کړې او یوه لوبه بې‌پایلې پای ته رسېدلې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا سریلانکا بیا خپلې وروستۍ څلور یو ورځنۍ نړیوالې لوبې بایللي او افغانستان بیا به پنځیو سیالیو کې درې ګټلي، یوه یې بایللې او یوه یې د باران له کبله لغوه اعلان شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام