Asset 1SWN

ناپېژنده وسله‌والو کاپیسا کې یو کس وژلی

kapisa-f-p43viwh455947wlqpr664vxiob00s9e4jav1v4apw4

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی. پېښه پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه د دغه ولایت مرکز کې رامنځته شوې ده.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایزسلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د همېشه‌ګل په نوم کس وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فایز زیاته کړې چې د یاد کس د وژنې په تور یې بېګاه شپه د دغه ولایت د مرکز  د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د رقیب‌الله په نوم یو کس له یو‌شمېر وسلو سره نیولی دی.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز د دغه کس د وژنې څرنګوالي او انګېزې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې پېښه کې د تورنو نورو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولانو یې تر ډېره لامل کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالی بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام