د لوګر امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی دی.
د لوګر د امنیې قومنداني چارواکو سلاموطندار ته ویلي چې پېښه پرون دوشنبه د غبرګولي اتمه د دغه ولایت د محمداغې ولسوالي «دهنو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس ویلي، پېښه له تېرو جګړو څخه د پاتې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې او د نجیبالله په نوم کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نږدې یوه مياشت وړاندې هم د لوګر مرکز پلعلم ښار اړوند په «التمور» سیمه کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او يو بل بیا ژور ټپي شوي وو.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په ګڼو سیمو کې له جکړو پاتیو ناچاودو توکو او ماینونو خلک په ځانګړې توګه ماشومان وژلي او ټپیان کړي یې دي.