افغانستان کې لسیزو جګړو له ګڼ‌شمېر افغانانو قرباني اخیستې چې د معلوماتو پربنسټ، یوازې تېرې شل کلنې جګړې هېواد کې د ۴۵زره امنیتي ځواکونو ژوند ترې اخیستی دی.

د وژل شویو امنیتي ځواکونو د کورنۍ غړي وايي چې ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او د سرپناه نشتون ترڅنګ د خوړو لپاره هم څه نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مېرمن سعیدیه چې خپل دوه اولادونه یې د تېرو جګړو پرمهال له لاسه ورکړي وايي، د زړه ناروغي لري او په وینا یې، له ډېرو خلکو او  مرستندویه بنسټونو یې د مرستې غوښتنه کړې، خو تراوسه یې چا لاسنیوی نه دی کړی.

نوموړې وویل: «کور کې شپږ کسان یو، د لور کور کې مې که ډوډۍ پیدا شوه، خورو یې او که نه وي همداسې ورځ او شپه تېروو. خاوند مې وزګار دی، زه ناروغه یم، د زړه ناروغي لرم.»

د سعیدیې ترڅنګ هېواد کې نورې داسې مېرمن هم شته چې د تېرو جګړو پرمهال خپل اولادونه، خاوندان او یا هم د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. تورپېکۍ وايي چې تېرو جګړو یې د کورنۍ ګټیالی ترې اخیستی او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړې زیاتوي چې د کور ګټیالي نشتون اړ کړې چې خپلې اته کسیزې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي. توپېکۍ د اسلامي امارت له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

هغې وویل: «د شهید حقوق به مو اخیستل چې د مخکیني حکومت په وروستیو کې بند شول. یو ځای کې تدرییس کوم چې ۷۰۰۰ افغانۍ راکوي، هغه هم پر وخت نه کوي، کور کې اته کسان یو.»

نرګس چې دوه کاله وړاندې جګړو ترې خاوند اخیستی وایي، د خپلو دوو اولادونو راتلونکې ته اندېښمنه ده او په وینا یې، غواړي چې پر خپلو اولادونو زده‌کړې وکړي د خپل پلار په څېر وطن ته خدمت وکړي. نوموړې زیاته کړه چې دې ته اصلي مرګ هغه دی چې اولادونه یې له زده‌کړو محروم پاتې شي.

 همداشان یو خیریه بنسټ چې د پخوانیو او مخکنیو امنیتي ځواکونو له ۱۲۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کوي، ډاډ ورکوي چې خپلو دغه ډول مرستو ته به دوام ورکړي.

د یادې موسسې یوه مسوول امیرمحمد واثق سلام وطندار ته وویل، هڅه کوي چې د یوه پروګرام له لارې د امنیتي ځواکونو مستحقې کورنۍ پیدا او مرستې ورسره وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې هېواد کې د افغانانو روان وضعیت ته په کتو یو‌شمېر نړیوالو سازمانو او مرستندویه بنسټونو راتلونکي ژمي ته د اندېښنې په څرګندولو سره پر مرسته کوونکو هېوادونو غږ کړی چې افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام