د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت د فیض‌اباد ولسوالي د پوهنې مخکینی امر عبدالمتین له خپل زوی سره یوځای وژلی دی.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر بسم‌الله نصرت سلام‌وطندار ته وویل چې یاده پېښه نن ماسپښین یوه‌نیمه بجه د فیض‌اباد ولسوالي په بالامردیان سیمه کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، ناپېژنده وسله‌وال د زوی او پلار له وژلو وروسته تښتېدلي، خو په خبره یې، امنیتي مسوولانو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

نصرت وايي، تراوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه‌دي روښانه شوي. د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي اوسېدونکي هم پېښه تاییدوي، خو د څرنګوالي په اړه یې څه نه وايي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام