د افغانستان په چاروکي د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق نن یکشنبه د تلې ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې پاکستان هره ورځ له افغانستان څخه دغه هېواد ته له درې تر ۴۰۰ لارۍ تازه رومیان او پیاز واردوي.

محمدصادق لیکلي چې له دې لارې افغان بزګران ښه ګټه ترلاسه کوي، ځکه د نوموړي په وینا، سږکال یې ښه حاصلات درلودل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړې چې پاکستان کې وروستیو سېلابونو د دغه هېواد کرنیز محصولات له‌منځه وړي او اړ دی چې خپل د اړتیا وړ محصولات له بهرنیو هېوادونو وارد کړي.

 د افغانستان په چاروکي د پاکستان ځانګړي استازي همداراز پر خپله ټوېټرپاڼه دغه دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هېوادونو په ګټه بللې او د دوام غوښتنه یې کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

بل‌خوا له افغانستان څخه پاکستان ته د تازه رومیانو او پیازو لېږد په کور دننه د پیازو او رومیانو بیې لوړې کړې چې ورسره د خلکو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام