Asset 1SWN

د تورخم دروازې تړل‌کېدل؛ مجاهد: د جګړې پیلونکي پاکستاني ځواکونه دي

UE2LD4QJWYI6ZJ6IMG5XWO7WFA

د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې کواګې تورخم کې  رامنځته شوې جګړه لومړی د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پیل شوې وه.

د ا.ا ویاند ذبېح‌لله مجاهد نن سه‌شنبه د وږي ۲۱مه سلام‌وطندار ته د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د جګړې پیلونکي پاکستاني ځواکونه دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، افغان ځواکونو یاده سیمه کې د باران له امله ویجاړه شوې پوسته بېرته رغوله چې د پاکستاني ځواکونو  له لوري پرې ډزې شوي او جګړه رامنځته شوې.

ذبېح‌الله مجاهد سلا‌م‌وطندار ته وویل: «جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې، شواهد ښيي او اسناد هم شته چې سیمه کې کولای شئ، څېړنې وکړئ. زموږ ځواکونو څو ورځې مخکې یوه پوسته چې پخوا فعاله وه او د باران له امله ویجاړه شوې وه، ترمیموله چې له بده‌مرغه پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي، جګړه رامنځته شوې او دروازه هم د دوی له لوري تړل شوې.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغان ځواکونو د ډیورنډ پر کرښه تورخم کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي او په وینا یې، هوډ یې درلود چې د دغه هېواد خاوره کې پوسته جوړه کړي.

خو ذبېح‌الله مجاهد له پاکستان غوښتنه کړې چې له ورته ادعاوو دې ډډه وکړي او په وینا یې، دغه ډول څرګندونې به د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي.

هغه زیاته کړه: «د تور لګولو مخه باید ونیول شي. له بده‌مرغه پاکستان کې تراوسه داسې موارد وینو چې بې‌ځایه تحرکات او اقدامات کېږي او بې‌ځایه تورونه لګوي چې دا لامل کېږي د دواړو هېوادونو اړیکې زیان وویني. موږ د خبرو له لارې د ستونزو د حل او تفاهم غوښتونکي یوو.»

 له رامنځته شوې جګړې وروسته اووه ورځې مخکې پاکستان د تورخم دروازه وتړله او دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیونې او زورونې لړۍ چټکه شوې ده.

پاکستان کې افغان سفارت د افغان کډوالو د نیونې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد بېلابېلو سیمو کې ۱۷۰ افغان کډوال نیول شوي، شکنجه شوي چې قانوني اسناد لرونکي هم په‌کې شامل دي.

پاکستان افغان سرپرست سفیر سردار احمدشکېب سلام‌وطندار ته وویل: «دا وضعیت د اندېښنې وړ دی. پاکستاني چارواکو سره مو اندېښنې شریکې کړي او له نږدې اړیکه کې یوو چې د دغه هېواد پولیسو ته لارښوونه وکړي، څو کډوال ونه‌زوروي، هیله ده چې پاکستان دا کړنې ونه‌کړي او ګټه هم نه‌لري.»

بل‌خوا د نړیوالو اړیک یو‌شمېر شنونکي د تورخم جګړه د پاکستان له لوري پلان شوې بولي او په وینا یې، دغه هېواد له دې وړاندې هم پر افغانستان د فشار راوستلو په وګه دغه کړنې کړې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمود اضطرابي وویل: «تورخم دروازې تړل تصادفي نه دي او پلان شوي دي. د دې مسلې تر شاه ډېرې موخې دي او دا دوام هم لري، کولای شي سیاسي اړیکو ته زیان ورسوي او نه جبرانېدونکې ستونزې به رامنځته شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د تورخم دروازې بېرته پرانېستلو لپاره افغان او پاکستاني چارواکو خبرې پیل کړي، خو تراوسه بې‌پایلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام