په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې وسله‌والو طالبانو د ولایتونو پر مرکزونو خپل بریدونه پیل کړي دي. په خپاره شویو راپورونو کې ویل شوي چې طالبانو د وروستیو اوونیو په ترڅ کې په هلمند، کندهار، تخار او پروان ولایتونو کې پرمختګ کړی دی.

د پوځي چارو کارپوهان د حکومت مدیریتي کمزورتیا او د پلان نه شتون، د طالبانو د پرمختګ اصلي لامل ګڼي او وایي چې حکومت نه دی توانېدل له شته فرصتونو او ظرفیتونو اغېزمنه ګټه واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 دوی ټينګار کوي چې طالبانو د حکومت له کمزورتیا څخه په ګټې اخیستنې او په لوړې روحیې سره له نظامي فشار څخه کار اخلي، په داسې حال کې چې طالبان جګړه‌ییزې وړتیاوې نه لري او د نیول شویو سیمو د ساتنې توان هم نه پکې لیدل کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی علي امیري په دې باور دی چې د حکومت لنډمهالي او د اغېزمن پلان نه شتون، د دې لامل شوی چې شته ظرفیت له منځه لاړ شي او که چېرته حکومت د بې‌ځایه ګومارنو پرځای اړینې سمونې وکړي، د سولې په اړه به فرصتونه رامنځ ته شي.

بل‌خوا وسله‌وال طالبان افغان امنیتي ځواکونه د دغې ډلې د پرمختګ ستر لامل بولي او وایي، د ښارونو په څنډو کې د طالبانو کمربندونو باندې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري عملیات د دې لامل شوي چې دوی دغه بریدونه په شاوتمبوي او پرمختګ وکړي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: «خپله دښمن د بریدونو باعث کېږي، څو مونږ مجبور شو ښارونو کې دښمن وڅارو. له پوستو یې ونیسو او یايي له منځه یوسو. ځکه مونږ ښار ته نږدې امنیتي کمربندونه لرو، دوی پرله‌پسې هڅه کوي په ځواکونو عملیات وکړي او کمربندونه په شا وتمبوي او دا د دې لامل کېږي چې مجاهدین پرمختګ وکړي او دښمن وځپي.»



په همدې حال کې د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی د طالبانو د لمنځه وړلو او د دې ډلې پر وړاندې د امنیتي ځواکونو پر مبارزې ټينګار کوي او وایي چې د طالبانو د پرمختګونو د مخنیوي لپاره د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم، د هېواد په ګڼ‌شمېر سیمو کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په داسې حال کې چې تمه ده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د روان میلادي کال د سپټمبر تر یوولسمې بشپړه شي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د  ځانګړې پلټنې اداره یا سیګار په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې جګړې ته چمتوالی ونه لري او دغه وضعیت ته د نه رسېدنې له امله به د افغانستان بقا له ناروین سره مخامخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام