د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې افغانستان کې له اسلامي امارت سره د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو راګرځول او دغه هېواد کې د زیانمنو وګړو خوندیتوب اړین دی.

نوموړې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان  متقي سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې پر دې موضوع ټينګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امیري پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه ټیلیفوني اړیکه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون او د مصالحې عالي شورا پر منحلېدو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې چې د یادو دولتي بنسټونو منحلېدل، د افغانانو له غوښتنو سره په ټکر کې دي او باید بیاکتنه پرې وشي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یاد وزارت سرپرست، مېرمن امیري ته څرګنده کړې چې دا مهال په روغتیا، ښوونې او پاسپورټ ریاست کې ښځو ته د دندو زمینه برابره شوې ده.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې توماس وېسټ هم ویلي چې له امیرخان‌ متقي سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د دوامداره محدودیت په اړه مخالفت اعلان کړی او په وینا یې، نړیوال ملګري یې هم دې برخه کې ورسره همغږي دي.

نوموړي همداراز ټينګار کړی چې نجونې باید ښوونځیو ته ستنې شي، ښځې باید ازادې وي او له محدودیت پرته د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د وېسټ په وینا، د افغانانو ملاتړ لپاره د اقتصادي ثبات، پر ملکیانو د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنې او د دولتي بنسټونو منحلېدل، نور هغه موضوعات وو چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې پرې خبرې شوې دي.

دغه ټیلیفوني خبرې داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت په ټلوېزیونونو کې پر ښځینه ویاندویانو تازه محدودیت لګولی چې پر سرپرست حکومت یې نیوکې ډېرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له لوري د شپږو دولتي بنسټونو منحلېدو ته هم غبرګون ښودلی او دا یې شاتګ پر لور ګام بللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام