د حکومت له لوري د جګړې ناسم مدیریت، طالبان د ولایتونو تر مرکزونو رسولي

په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې وسله‌والو طالبانو د ولایتونو پر مرکزونو خپل بریدونه پیل کړي دي. په خپاره شویو راپورونو کې ویل شوي چې طالبانو د وروستیو اوونیو په ترڅ کې په هلمند، کندهار، تخار او پروان ولایتونو کې پرمختګ کړی دی.

حلیمي: هغه دیني عالمان دې بندیان شي چې طالبانو ته تبلیغ کوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمدقاسم حلیمي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال هرات کې د یوه دیني عالم مجیب‌الرحمان انصاري پر وروستیو څرګندونو تونده نیوکه وکړه او هغه یې د طالب ډلې غلام یاد کړ.
حلیمي وویل، انصاري سره له دې چې د دولت پیسې اخلي، خو د طالبانو د نظام لپاره تبلیغ کوي.

طالبانو پکتیا کې د «هېوادپالنه، فرهنګ او مدني زده‌کړې» مضمونونو پر تدریس بندیز لګولی

د پکتيا ولایت اړوند هغه ولسوالۍ چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، اوسېدونکي یې وایي، وسله‌والو طالبانو د دغو سیمو په ښوونځيو کې د تدریس پر یو‌شمېر مضمونونو بندیز لګولی دی. خو د دغه ولایت د پوهنې رياست مسوولان وايي چې د مضمونونو د تدريس چارې په عادي توګه روانې دي.

د کابل-جلال اباد پر لویه لار ټرافیکي پېښو کې ۲۰ کسان مړه شوي

د لغمان ولایت محلي چارواکي وايي، بېګاه شپه او نن سهار د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لار  د دوو جلا ټرافیکي پېښو پر مهال ۲۰ ملکي وګړي مړه او ۱۸ ټپیان شوي دي. د لغمان ولایت چارواکي زیاتوي چې په مړو شویو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.