د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک شو

ارګ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې او ګاما ګروپ شرکت د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک کړی دی. دغه قرارداد د وري میاشتې په نهمه، د پنجشنبې ورځ لاسلیک شوی دی.

تېره اوونۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د ۷۴۸۸۷ ټُنه توکو انتقالات شوي

د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیزه توګه د ۷۴۸۸۷ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نن دوشنبه د لړم ۲۲مه پر اېکس لیکلي چې دغه انتقالات د لړم له دولسمې تر اتلسمې نېټې شوې دي.

متحده عربي اماراتو او اوزبکستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هوکړه کړې

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د تېرې شنبې په ورځ یې کابل ته د اوزبکستان او متحده عربي اماراتو له راغلیو پلاویو سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر جوړېدو او پراختیا هوکړه کړې ده.

د مزارشریف-هرات او کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژې ته لسو شرکتونو د پانګونې لېوالتیا ښودلې

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې د مزارشریف-هرات او کندهار د اوسپنې پټلې پروژې لومړني کارونه به ډېر ژر پیل شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمېع دراني سلام‌وطندار ته ویلي، تراوسه لسو کورنیو او بهرنیو شرکتونو په یاده پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د اوسپنې پټلۍ ادارې شپږو میاشتو کې ۱.۴ میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې یادې ادارې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د توکو د لېږد رالېږد له درکه ۱.۴ ملیارډ افغانۍ عواید ټول کړي دي. عبدالسمېع دراني زیاته کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱.۸ میلیون مټریک ټُن توکي انتقال کړي چې په‌کې صادرات او واردات شامل دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې تېر یوه کال کې ۲.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

ملت ته د حساب ورکولو په لړ کې نن د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې یادې ادارې د سوداګریزو او نورو توکو د لېږد له لارې په تېره یوه کال کې میلیاردونه افغانۍ ترلاسه کړي.