Asset 1SWN

متحده عربي اماراتو او اوزبکستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هوکړه کړې

14010428000061_Test_PhotoN

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د تېرې شنبې په ورځ یې کابل ته د اوزبکستان او متحده عربي اماراتو له راغلیو پلاویو سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر جوړېدو او پراختیا هوکړه کړې ده.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند سمېع‌الله دراني سلام‌وطندار ته ویلي، په دې درې‌اړخیزه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د متحده عربي اماراتو او اوزبکستان تخنیکي ډله به په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په موخه کابل ته راشي او دلته به له افغان لوري سره په ګډه پر یوه میکانېزم کار وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته وخت کې د ټرانسپورټ وزارت ویاند امام‌الدین احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا یې لومړۍ ناسته وه او په راتلونکې کې به دوام کوي. د نوموړي په وینا، په یاده ناسته کې یې د نورو مسایلو تر څنګ، په افغانستان کې د کانونو د اېستلو، د سوداګریزو توکو د لېږد، ټرانزیټ او د افغانسان له لارې د سوېلي او منځنۍ اسیا د نښلولو په اړه خبرې کړې دي.

دا درې‌اړخیزه غونډه داسې مهال جوړېږي چې همدا یوه میاشت وړاندې یو لوړرتبه اوزبکستاني پلاوي افغانستان ته د سفر پر مهال د تورخم بندر په ګډون، د هېواد د ځینو نورو ټرانزیټي او لویو لارو لیدنه وکړه.

د اقتصادي چارو شنونکي بیا باور لري چې د اوسپنې پټلۍ شبکې د جوړېدو او پراختیا په ګډون، په ګڼ‌شمېر برخو کې د ګاونډیو هېوادونو ونډه به د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اقتصادي چارو شنونکي شاکر یعقوبي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې افغانستان د کورنیو امکاناتو له اړخه کمزوری دی او د اقتصادي او سوداګرۍ برخو کې د سیمې او نړۍ هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

متحده عربي امارات او اوزبکستان داسې مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو او پراختیا برخه کې علاقه‌مندي ښيي چې افغانستان اوس د مزارشریف‌–‌حیرتان، خواف‌–‌هرات، اقینې‌– اندخوی او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې له اوزبکستان، ترکمنستان او ایران سره ګډه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام