د سوداګرۍ او پانګونې خونه: شاوخوا ۵۰ سلنه سوداګریز توکي د ایران له لارې را واردېږي

له هغه وروسته چې د ایران د سوېلي خراسان د ګمرک عمومي مدیر وویل چې له دې لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو ټرانزیټ درې برابره زیات شوی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هم وايي چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې د افغانستان تر نیمايي زیات واردات د ایران د چابهار او عباس بندر له لارو کېږي.

د تورخم دروازه یو ځل بیا د ټرانزيټ پر مخ وتړل شوه

د تورخم کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب وایي، پاکستان بېګاه ناوخته یو ځل بیا د تورخم دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.
د نوموړي په وینا، د پاکستان نظامي مسوولانو بېګاه ناوخته غوښتل چې د تورخم دروازې ته څېرمه شل متره د افغانستان خوا ته د لوحې په پلمه بله دروازه جوړه کړي، خو دوی یې د جوړېدو مخه نیولې ده.

افغانستان، اوزبکستان او پاکستان د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان، اوزبکستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درې‌اړخیزه غونډه د سه‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې جوړه شوې ده.

متحده عربي اماراتو او اوزبکستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هوکړه کړې

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د تېرې شنبې په ورځ یې کابل ته د اوزبکستان او متحده عربي اماراتو له راغلیو پلاویو سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر جوړېدو او پراختیا هوکړه کړې ده.

د افغانستان له لارې له ترکمنستانه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ طرحه تایید شوه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده سلام‌وطندار ته وايي چې دغه طرحه به په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي توګه پلې او دې موده کې به یې د افغانستان پر کورني بازار د اغېزو تر ارزونې وروسته د دایمي پلي‌کېدو په تړاو ګامونه واخیستل شي.

پکتیا کې سوداګر د ډندپټان له لارې پاکستان سره د رسمي ټرانزیټ غوښتنه کوي

پکتیا کې یوشمېر سوداګر اسلامي امارت څخه غواړي چې د ډنډپټان له لارې دې ورته پاکستان سره د رسمي ترانزیت زمینه برابره شي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم هره ورځ پر دې لارې سلګونه موټر تګ‌راتګ کوي او دواړو لوریو ته سوداګریز توکي لېږدول کېږي، خو په وینا یې، رسمي بڼه نه‌لري.

افغان او ازبکستاني پلاوي د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ټرانزیټ خبرې کړي

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول امام‌الدین احمد سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلامي امارت د یوشمېر ادارو ګډ پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او له دغه هېواد سره یې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارې د پرانیستلو په اړه خبرې کړي دي.