Asset 1SWN

د افغانستان له لارې له ترکمنستانه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ طرحه تایید شوه

313455-torkhamnatotankersAFP-1325101140

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان ته د نفتي موادو او ګازو د ټرانزیټ اړوند طرحه د کابینې له لوري تایید شوې ده.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده سلام‌وطندار ته وايي چې دغه طرحه به په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي توګه پلې او دې موده کې به یې د افغانستان پر کورني بازار د اغېزو تر ارزونې وروسته د دایمي پلي‌کېدو په تړاو ګامونه واخیستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اخند‌زاده که څه هم له ترکمنستان څخه د نفتي موادو او اوبلن ګازو صادراتو څخه د ټرانزیټ حق په اړه څه نه وايي، خو ټينګار کوي چې له دې لارې به د افغانستان ملي عواید ډېر، ټرانسپورټ برخه به فعاله او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.»

نوموړي وویل: «موږ په ازمایښتي پړاو کې غواړو ووینو چې زموږ پر بازارونو منفي اغېز ونه‌لري او غواړو ووینو چې څومره د دې انتقالاتو توانايي لرو او وروسته به ووینو چې ایا دا به دوامداره کړو.»

له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د نفتي موادو او اوبلن ګازو د لېږد طرحه داسي مهال د کابینې له لوري تاییدېږي چې افغانستان اوس مهال منظم ټرانسپورټي سېسټم نه‌لري او د دې ترڅنګ د ژمي موسم کې د مواصلاتي خرابوالی هغه بله ستونزه ده چې ننګونې یې رامنځته کړي دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي، که حکومت یادې ستونزې هوارې کړي، کولای شي چې افغانستان نورو هېوادونو ته د ګاونډیو هېوادونو د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره یوه مناسبه ټرانزیټی لاره وي.

هغه وویل: «که حکومت هڅه وکړي چې اوس یې وړتیا او پیسې هم لري چې دې برخه کې کوچنۍ پروژې پلې کړي، که ګاونډیو هېوادونو سره تعاملات ډېر شي او دغه هېوادونه د اوسپنې پټلۍ پروژو ته چټکتیا ورکړي او موږ هم وکولای شو چې د اوسپنې پټلۍ پلې کړو، دا د افغانستان په ګټه ده.»

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې ټولو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د هند او پاکستان د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ خبر هم ورکوي چې په وینا یې، اوس مهال د افغانستان له لارې د هند او پاکستان د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر روان دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام