د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن (سهشنبه، ثور ۹) رسنیو ته استولې ویډیو کې ویلي، تېر لمریز کال ۱۴۰۳ له هند سره د افغانستان سوداګري ۸۹۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.
هغه وویل، دغه سوداګرۍ کې ۶۲۷ میلیون ډالر صادرات او ۲۶۳ میلیون ډالر واردات دي.
ده زیاته کړه چې هند ته د افغانستان د صادراتو ډېری توکي وچ اینځر، اینجه او د اینجې تخم، زعفران، ممیز، بادام او داسې نور دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هند د افغانستان د وچې میوې لپاره له مهمو صادراتي بازارونو څخه شمېرل کیږي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې چې پاکستان او هند ترمنځ د ننګونو له زیاتېدو وروسته، د دغه هېواد بازارونو کې د وچې میوې بیې لوړې شوي دي.