Asset 1SWN

د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک شو

هراتت

ارګ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې او ګاما ګروپ شرکت د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک کړی دی. دغه قرارداد د وري میاشتې په نهمه، د پنجشنبې ورځ لاسلیک شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې دویم فاز ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري او ۵۳ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي. ټاکل شوې په راتلونکو دوو کلونو کې د دې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا د خواف‌-‌هرا د  اوسپنې پټلۍ پروژې وروستۍ برخه ده چې له رباط پریان څخه پیل او د هرات تر نړیوال هوايي ډګره او د دغه ولایت تر صنعتي ښارګوتي پورې رسېږي.»

ارګ لیکلي چې د دغه فاز په بشپړېدو سره د خواف‌-‌هرات سیمه‌ييز اتصال پروژه افغانستان د ایران له مهمو بندرونو سره نښلوي او د ترکیې د اوسپنې پټلۍ د شبکې له لارې به تر اروپا پورې ورسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې د اوسپنې پټلۍ شبکې د نويو کېدو امکانات هم برابر شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام