Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ د ۸۶۸۵۷ ټُنه توکو انتقالات شوي

pak-afghan-link

د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیزه توګه د ۸۶۸۵۷ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نن شنبه د مرغومې ۱۶مه پر اېکس لیکلي چې دغه انتقالات د مرغومې له اوومې تر ۱۴مې نېټې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د انتقال شویو توکو له ډلې یې ۴۵۹ ټُنه توکي د افغانستان صادرات او ټرانزیټ اړوند توکې دي.

یادې ادارې همداراز لیکلي چې د بلخ حیرتان بندر له لارې په دې موده کې تر ټولو ډېر ۶۱۰۱۴ ټُنه سوداګریز توکي انتقال شوې دي.

د جوزجان د اقینې بندر پر مټ بیا ۵۱۸۹ ټُنه توکي له هېواده بهر او یا هم هېواده ته رالېږدول شوې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د هرات تورغنډۍ بندر له لارې بیا د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د ۲۰۶۵۴ ټُنو توکو لېږد رالېږد شوی دی.

دې ادارې ټينګار کړی چې د توکو لېږد لپاره مناسب شرایط او سوداګرو ته به غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

له دې وړاندې هم د افغانستان ګاونډیو هېوادونو له دې هېوادونو افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې بېلابېل سوداګریز توکي لېږد او یا هم رالېږدول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام