هرات کې ۲۵کلن غلام‌سخي اته کاله وړاندې په ډېرو کمو امکاناتو هرات ښار کې د دستکولونو او بیکونو د ګنډلو کارخونه جوړه کړه، څو وکولای شي، د ښوونځي زده‌کوونکو، د پوهنتون زده‌کړیالانو او نورو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا، دغه کارخونه کې د ښوونځي، نارینه‌وو او ښځو دستکولونه او بیکونه جوړوي او نورو ولایتونو ته یې هم صادروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غلام‌سخي زیاتوي چې چې دې کوچنۍ کارخونه کې یې د لسو ښځو په ګډون ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړې او په وینا یې، دغه کسان په دوو بېلابېلو کاري وختونو کې کار کوي.

په ورته وخت کې یو‌شمېر زده‌کوونکي او هغه کسان چې کډوالۍ څخه بېرته راګرځېدلي او دغه کارخونه کې کار کوي، وايي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ او ښوونځي د لګښتونو یوه برخه تامینوي.

د ښوونځي زده‌کوونکی مجتبی چې دغه کارخونه کې کار کوي، وايي چې د سهار له‌خوا ښوونځي ته ځي او نیمه یادې کارخونه کې کار کوي چې د ښوونځي سربېره د خپلې کورنۍ لګښت هم له همدې لارې پوره کوي. افغانستان کې د دستکول او بیک ګنډلو صنعت چې تازه یې مینه‌وال پیدا کړي، ترواسه ورته پام نه دی شوی.

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس محمد‌ناصر معین له پانګه‌والو غواړي چې د دغې کارخونې د خاوند غلام سخي په څېر د کورنیو تولیداتو او د اقتصاد پرمختیا کې ونډه واخلي.

له دې سره د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت محلي اداره صنعت‌کارانو څخه ملاتړ کوي. د دوی په وینا، دوی هڅه کوي چې هېڅ ارزښتناکه هنر د ورکېدو له ګواښ سره مخ نه‌شي او دې برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هرات کې د دستکول او بیک ګنډلو کارخونې خاوند غلام‌سخي هیله څرګندوي چې یوه ورځ ټول زده‌کوونکي هېواد کې له تولید شویو دستکولونو او بیکونو څخه ګټه پورته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام