د هرات د صنایعو او سوداګرۍ مسوولانو درې کاله وړاندې په رسمي ډول د دغه ولایت هوايي دهلېز پرانېست او په لومړي ځل ترې هند ته صادرات پیل شول، خو اوس د هرات د صنایعو او سوداګرۍ مسوولان او یوشمېر سوداګر وايي، د دغه ولایت هوايي دهلېز یوازې په نوم پرانېستل شوی او د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې هېڅ ډول خدمات نه لري.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې آمر محمدرفېع رحماني سلام‌وطندار ته ویلي، د درېوو کلونو په تېرېدو سره لا هم په دغه دهلېز کې د توکو تخلیې او بارولو لپاره ځایونه، سړې خونې، د صادارتي توکو د ساتنې لپاره لنډمهالي ګدامونه او امنیتي او خدماتي کارکوونکو ته لازم ځایونو نه دي جوړ شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، د هرات هوايي دهلېز له پرانېستل کېدو وروسته له دې لارې بهر ته د سوداګرو هېڅ ډول توکي نه دي لېږدول شوي او د لوېدیځ زون ټول صاداراتي توکي لومړی کابل او بیا د پلازمېنې هوايي دهلېز له لارې له هېواده بهر لېږدول کېږي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرایوي آمر وايي، اوس په لوېدیځ زون کې ۱۸۳  ډوله صادراتي توکي شته چې هر کال نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي، خو په وینا یې، په هرات کې ځانګړي او د لوړې بیې توکي، لکه زعفران، چهارمغز، ممیز او بادام د هرات هوايي دهلېز د نه فعالېدو له امله له ډېرې سرګردانۍ او ستړیا وروسته کابل او بیا نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي چې دا چاره سوداګرو ته ستونزمنه ده.

د هرات یو سوداګر احمدسعید عظیمان هم وايي چې دغه ولایت هوايي دهلېز ته اړتیا لري او اوسنی هغه یې د کارولو وړ نه دی. د هغه په خبره، د نړیوالو مرستو په کمېدو سره د هېواد له هوايي دهلېزونو څخه صادرات هم کم شوي دي.



په ورته مهال د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په هوايي دهلېزونو کې د شته ستونزو حل او لپاره یې د امکاناتو برابرول د افغانستان بانک دنده ده او دغه وزارت په دې برخه کې مسوولیت نه لري.

هڅه مو وکړه چې د هرات د هوايي دهلېز په اړه د افغانستان بانک نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.

د هرات ولایتي اداره بیا د کورونا ویروس خپرېدل او نړیوال محدودیتونه هغه څه بولي چې د هرات هوايي دهلېز کارونه یې ټکني کړي او په وینا یې، اوس د دغه ولایت په هوايي دهلېز کې د سړو خونو او ځینو نورو ځایونو د جوړېدو چارې روانې دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي اداره او خصوصي سکټور په ګډه د هرات هوايي دهلېز لپاره د امکاناتو پر برابرولو کار کوي او په نړۍ کې د کورونا وبا له کبله د لګول شویو محدودیتونو په پای ته رسېدو سره به یې فعالیت پیل شي.

هوايي دهلېزونه له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان صادراتي توکو د نښلېدو مهمه برخه ده چې د سوداګرو په وینا، د هوايي دهلېزونو فعالیتونو په زیاتېدو سره به د افغانستان صادرات نړیوالو بازارونو ته زیاتوالی ومومي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام