Asset 1SWN

هرات کې یوشمېر زلزله‌ّځپلي لا هم په خیمو کې اوسېږي

زلزله_زدگان در هرات 1

که څه هم د هرات په زنده‌جان ولسوالي کې له خونړۍ زلزلې شپږ میاشتې تېرېږي، خو یوشمېر زلزله‌ځپلي لا هم په خیمو کې اوسېږي. نفس‌ګل چې له څلوېښتو کلونو راهيسې په زنده‌جان ولسوالي کې ژوند کوي وايي، د تېر کال له زلزلې راهيسې په خیمه کې اوسېږي. هغه وايي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله یې خیمې هم زړې شوې دي.

نوموړې زیاتوي: «تر اوسه یې کور راته جوړ نه‌کړ، همداسې بې‌کوره یوو. سېلابونه هم راغلل، ټول یې ناروغان کړو، ټول یې فلج کړو. وسایل مو څه باد، څه زلزلې او څه هم سېلاب وړي. موږ ته هېڅ پام نه کېږي، موږ د کور اندېښنه ډېره لرو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته وخت کې د هرات په زنده‌جان ولسوالي کې یوشمېر زلزله‌ځپلي وايي، د څو کورنیو لپاره یوه خیمه ورکړل شوې او دوی اړ دي چې د خپلو کورنیو له غړیو سره یوځای په یوه خیمه کې ژوند وکړي.

هرات کې یو زلزله‌ځپلی محمدعثمان وايي: «د زلزلې له لومړۍ ورځې دلته راغلي یوو؛ لومړی مو لس شل ورځې خیمه نه لرله، همدا د سیمنټو کڅوړې مو وګنډلې وې، بیا دولت خیمې راوړې، اتو کسانو ته یې یوه خیمه ورکړه. موږ ښځینه او نارینه یوولس کسه یوو، دا اسلامي کار نه‌دی چې ټول یوځای ویده شوو.»

بله‌خوا په هرات کې زلزله‌ځپلي دوی ته د مرستو رسولو بهیر له نه روڼتیا څخه شکایت کوي او وايي، د زنده‌جان ولسوالي په ځینو سیمو کې تراوسه زلزله‌ځپلو ته هېڅ پام نه‌دی شوی. د هرات د زنده‌جان ولسوالي اوسېدونکي غلام‌سخي‌داد او محمدعمر وايي:

«څومره لومړنۍ مرستې چې راځي، دا یې اخلي، هغه یې اخلي؛ موږ بې‌برخې یوو. څرنګه چې له کور، ځای او ژونده پاتې یوو، همداسې له موسسو او دولت څخه هم پاتې یوو. د یوه تشناب مرسته یې راسره کړې، نور یې څه مرسته راسره کړې؟»

«سمه خیمه نه لرو، ځای نه لرو، سون‌توکي نه لرو، خوراکي توکي نه لرو، یو څوک نه لرو چې لارښوونه راته وکړي، پام وکړي؛ له دغو ستونزو سره مخامخ یوو.»

خو د هرات محلي مسوولان وايي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو په مالي ملاتړ د دغه ولایت د زلزله‌ځپلیو لپاره دوه زره نور کورونه هم جوړ کړي.

د هرات زلزله‌ّځپلیو ته د رسېدو کمېسیون مسوول احمدالله متقي سلام‌وطندار ته ویلي: «موږ له ۴۰۰۰ اعلان شویو کورونو پرته ۲۰۰۰ نور هم جوړوو. اوس ویلی شوو چې ۴۰۰۰ کورونه جوړ کړي او زلزله‌ځپلیو ته مو سپارلي دي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هرات ځايي مسوولان داسې مهال د دغه ولایت زلزله‌ځپلیو ته د څلور زره کورونو د ورسپارلو خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د شمېرو پر بنسټ، په هرات کې ۲۴۰۰۰ او ۸۰۰ زلزله‌ځپلې کورنۍ لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د اوچا د شمېرو له مخې، په هرات کې د تېر کال د تلې میاشتې زلزلې ۴۰ زره کورونه ویجاړ کړل او ۲۷۵ زره کسانو ته یې هم زیان واړوه.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام