په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې اندېښنې مطرح شوي چې پاکستان غواړي د افغانستان د واخان له لارې نورو هېوادونو سره ټرانسپورټي لاره ولري.

په دې اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پخواني مسلکي معین فریدون بارکزي د بدخشان واخان کوریدور له ستراتیژیک او اسیا کې د اوبو د سرچینو له اړخه د افغانستان لپاره مهم بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ویلي، واخان د امو لویدیځه سیندیزه حوزه له ختیځ تاریم حوزې څخه جلا کوي او هلته افغانستان له چین سره ۹۶ کیلو متره رسمي پوله لري چې له ۱۳۴۳ کال راهیسې د سرحدي نښو په توګه پنځه پایې هم درول شوي او د چین، تاجکستان او افغانستان لخوا منل شوي دي.

دی وايي، دې سرحدي سیمه کې د افغانستان قرغیزیان او اسماعلیه افغانان اوسېږي او پرته له کوم امتیاز څخه د دې سیمې ساتنه کوي. بارکزي سلام‌وطندار ته وویل، باید اجازه ور نه‌کړل شي چې دا وګړي له دې سیمې کډوال شي.

نوموړي وویل: «هغه پنځه پایې چې مایې یادونه وکړه، لوړوالی او کوردینات یې موجود دي، په صفري نقطه کې دي. په کوچني او لوي پامیر کې دي. په ډېره لوړه ارتفاع کې او هغه اخیري سرحدي نقطه چې هغه ۵۲۱۰ کیلومترو څخه لوړه ځای پرځای ده چې هغه د شیرکوف سکي په نوم یادېږی د تاجګستان، چین او افغانستان درې کونجه سرحد بلل کېږی او دا ساحه په دې خاطر مهمه ده چې دا د ظاهرشاه بابا له وخته اوسني چارواکو ته رسېدلې او د ملي ناموس په صفت یې ساتنه پر دوی فرض ده.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی معین فریدون بارکزی د واخان کوریدور د ساتنې او د ولس راپورته شویو اندېښنو لرې کولو په اړه اسلامي امارت ته یو لړ وړاندیزونه کړي.

دی وايي، اړتیا ده چې اسلامي امارت هرڅه ژر د سرحدونو وزارت د کشف، څېړنې او د تحقیق او مطالعاتو د درېوو ریاستونو په شمول د بهرنیو چارو وزارت سرحدي ریاست او معین، ملي دفاع وزارت او د امنیتي سکتور مسلکي ټیم یوه کمېټه جوړه او سیمې څخه د لیدو لپاره یې واخان ته واستوي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت دې د کابینې اجنډا کې د دغې کمېټې رپوټ او وړاندیزونو ته ځای ورکړي او د چین له چارواکو سره غونډو کې دې د دغې موضوع یادونه وکړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی معین فریدون بارکزی همدارنګه وايي، د کډوالو، بهرنیو چارو، سرحدونو او قبایلو، عامې روغتیا او د کلیو او پراختیا وزارتونو څخه دې هم یوه کمېټه جوړه شي، څو سیمه کې د قرغیز افغانانو چی د پامیر بې‌معاشه ساتونکي دي، خبرې وکړي او د هغو د کډوالۍ مخنیوي طرحه یې باید هرڅه ژر جوړه شي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي هم د واخان کوریدور پر ساتلو ټینګار کوي او وایي، دا د افغانستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

نوموړي وویل: «واخان ستراتیژیک اهمیت لري او افغانستان له چین سره او حقیقت کې له سیمې سره نښلوي او لرې نه ده چې د افغانستان له اوسني ضعف وضعیت او دا چې افغانستان په رسمیت نه دی پېژندل شوی، پاکستان په خپله ګټه هر ډول استفاده وکړي، خو تراوسه اوازې دي، خو که وضعیت داسې دوام وکړي، امکان یې شته.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالوافي نایب‌زی هم وایي، واخان له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري. دی وایي، که د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې کار وشي، واخان سیمه کې د څلورو هېوادونو چین، پاکستان، تاجکستان او افغانستان لپاره ډېر مهم دی.

د یادونې ده چې تېرو څو ورځو راهیسې ټولنیزو شبکو کې داسې اندېښنې څرګندېږي چې اسلامي امارت پاکستان سره هوکړه کړې، څو د واخان له لارې چین او نورو هېوادونو سره ټرانسپورټي لاره ولري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې اسلامي امارت د دغه ډول هوکړې کېدل رد کړي، خو ټولیزو رسنیو کې یې په اړه جدي غبرګونونه ښودل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام