د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي.

ډان ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان هوډ لري، څو له افغانستان سره د سوداګرۍ شرایط جنس په جنس او راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارې کړي. په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان سلام وطندار ته وايي چې هېوادونه د خپلو ګټو پر بنسټ له نورو هېوادونو سره سوداګري کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د پاکستان پر وړاندې له جدیت څخه کار واخلي. اقتصادي چارو کارپوه بهیر زلاند وایي،اسلامي امارت باید له فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي او د افغانانو د ګټو پر بنسټ له پاکستان سره سوداګریز تړونونه وکړي.

بل خوا د اقتصادي چارو یو بل کارپوه عبدالوافع نایب‌زی وايي، په هغو سوداګریزو تړونونو کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لاسلیک کېږي، باید د دواړو لورو ګټې په پام کې ونیول شي.

هغه زیاتوي: «زموږ دولت باید په دې اړه جدي واوسي. داسې نشي چې د افغانستان صنایع یا مواد داسې خرڅ شي چې ولس له موږ څخه ناخوښ وي

ټاکل شوې وه چې د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوی نن کابل ته راشي، خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې دغه سفر ځنډېدلی او ټاکل شوې سبا ترسره شي.

د دغه وزارت ویاند مولانا زهیر سلام وطندار ته وایي چې دغه پلاوی به کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د  سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان په داسې حال کې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د لېږد برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو خبره کوي چې په دې وروستیو کې نړیوالو بازارونو کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام