د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره نن کابل ته راځي.

ډان ورځپاڼې لیکلي چې د یاد پلاوي مشري د پاکستان د سوداګرۍ وزیر سواله‌احمد فاروقي پر غاړه لري او ورسره د یاد هېواد د انرژۍ، کورنیو چارو، سوداګرۍ او لېږد رالېږد وزارتونو چارواکو هم مل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغه پلاوی به کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په تړاو خبرې وکړي.

په ورته مهال ډان ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان هوډ لري، څو له افغانستان سره د سوداګرۍ شرایط جنس په جنس او راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارې کړي.

 د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان همداراز هوډ لري چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د لېږد بهیر شپه او ورځ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان په داسې حال کې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د لېږد برخه کې د اسانتیاوې د رامنځته کولو خبره کوي چې په دې وروستیو کې نړیوالو بازارونو کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام