غزني کې د ټرافیکي څراغونو نه فعالېدو ټرافیکي ګډوډي جوړه کړې

غزني کې ټرافيکي څراغونه له دوو کلونو راهيسې د تخنيکي ستونزو له امله فعال نه‌دي. د غزني یوشمېر اوسېدونکي د دغو څراغونو د تنظیم او فعالولو په برخه کې پر مسوولو ادارو نیوکه کوي چې د دغو څراغونو په نه فعالېدو سره په ښار کې ګڼه‌ګوڼه، ټرافیکي پېښې او د موټرچلوونکو له لوري له ټرافیکي اصولو د سرغړونې لامل شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د واخان کورېډور دې پرانېستل شي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د واخان دهلېز له لارې له چین سره د مخامخ سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دغه دهلېز له لارې د اروپا بازارونو ته د افغاني توکو د رسېدو غوښتنه وکړه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند وايي، د واخان لارې پرانېستل به د هېواد د اقتصاد د ودې لامل شي.