Asset 1SWN

حنفي: ا.ا هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هېوادونو د امنیت پروړاندې د افغانستان خاوره وکاروي

حنفي ۱

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې د سراسري امنیت ټینګښت، د نشه‌يي توکو او اداري فساد ورکول د ا.ا لاسته‌راوړنې دي او حکومت یې هېچا ته اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت ګډوډولو پر وړاندې وکاروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ارګ نن (د وري لومړۍ، چهارشنبه) پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې حنفي دا موضوع په افغانستان کې د ایټالیا له سفیرې ناټالیا کوینټاویل سره په لیدنه کې کړي او ټینګار یې کړی چې ا.ا له نړۍ سره د دوه‌اړخیز تعامل او درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او په افغانستان کې د پانګونې ملاتړ کوي.

ارګ د کوینټاویل له خولې لیکلي چې ایټالیا غواړي په افغانستان کې پروژې عملي شي او د روغتیا، اوبو او حفظ‌الصحه په برخه کې همکاري کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په افغانستان کې د ایټالیا سفیرې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام