د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ او له اسراییلي استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په تور یو کس اعدام شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کس محکمه کې له مجرم پېژندنې وروسته نن چهارشنبه، مې ۱۳مه، په دار ځړول شوی.
د راپورونو له مخې، دغه کس احسان افرشته نومېده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل کېږي چې هغه په نیپال کې د موساد له لوري روزنه ترلاسه کړې وه او اسراییلو ته یې د ایران حساس او مهم استخباراتي معلومات سپارلي وو.
ایران له دې وړاندې هم اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یوشمېر کسان اعدام کړي دي.