د هېواد د معیار او کیفیت ادارې له یوه هندي خصوصي شرکت سره د کیفیت تثبیت لابراتوارونو د پراختیا او تجهیز په برخه کې د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.
د معلوماتو له مخې، دغه تړون نن چهارشنبه، غویي ۲۳مه کابل کې د یادې ادارې او هندي شرکت د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس فیضالله تمیم د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل، یاده پروژه به په پلازمېنه کابل او د هېواد په بندرنو کې پلي شي چې د کیفیت او زېربناوو په پیاوړتیا کې به اساسي رول ولوبوي.
نوموړي وویل: «یاد قرارداد چې د اسلامي امارت د معیار او کیفیت ادارې او (TCRC) شرکت ترمنځ د ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت د پنځو کلونو لپاره عقد او لاسلیک کېږي د کیفیت د اساس، زېربنا،د ساتلو، ودې او انکشاف په برخه کې خورا مهم او ارزښت ناک دی چې د هېواد نهه بندرونو ترڅنګ په مرکز کې تطبیق کېږي.»
د لاسلیک شوي تړون له مخې به هندي شرکت د هېواد نهو بندرونو او مرکز کې ودانیز توکي، برښنايي وسایل او تجهیزات او همدارنګه نساجي، چرم او کاغذ برخه کې لابراتواري تجهیزاتو د پېرولو سربېره به د دې ادارې اړوند د لابراتوارونو او کارکوونکو لپاره کمپلېکسونه هم جوړوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د معیار او کیفیت ادارې د معلوماتو پربنسټ، هندی شرکت به د یادې ادارې مسلکي کارکوونکو ته په کور دننه او بهر د هغوی د ظرفیت لوړونې برخه کې د اړتیا وړ روزنه ورکوي، څو په ښه توګه ذکر شوو تجهیزاتو او ماشینونو ګټه واخلي.
په ورته مهال د معیار او کیفیت ادارې تخنیکي مرستیال محمداصف قانت په دغه غوڼده کې وویل چې هندی شرکت به د اسلامکلا، نیمروز، ابونصرفراهي، سپین بولدک، تورخم، اقینه، غلامخان، حیرتان او مرکز کابل کې د لابراتوارونو لپاره اړین تجهیزات پېري.
هغه زیاته کړه: «د بندرونو په هکله د برقي وسایلو د لابراتوارونو په برخه کې اسلام قلعه، نیمروز، ابونصرفراهي، سپین بولدک، تورخم او د ادارې مرکز، د ساختماني موادو د لابراتوارونو په برخه کې اسلام قلعه، نیمروز، اوبونصرفراهي، آقینه، غلام خان، تورخم، سپین بولدک، تورغندۍ، حیرتان او ادارې مرکز، د نساجي چرم او کاغذ لابراتوارونو په برخه کې اسلام قلعه، نیمروز، اوبونصرفراهي، غلام خان، تورخم، سپین بولدک، حیرتان او د ادارې مرکز.»
د معیار او کیفیت ادارې چارواکو په دغه غونډه کې له سوداګرو وغوښتل چې د بېکیفیته توکو له تولید او وارداتو دې ډډه وکړي او خپلې سوداګریزې چارې دې له منل شویو معیارونو سره برابرې کړي.