Asset 1SWN

سلام وطندار

پوتین: د نړۍ ځواکمن او ۳۵زره کیلومټره واټن وهونکی توغندی مو جوړ کړی

1735

روسیې د خپلو توغندیزو پرمختګونو په لړ کې د لویو وچو ترمنځ د ویشتونکي بالېستیک توغندي بریالۍ ازموینه کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین دغه اټومي وړتیالرونکی توغندی د نړۍ «تر ټولو ځواکمن توغندی» بللی او ویلي یې دي چې دا وسله به د روان کال تر پایه د روسیې د ستراتیژیکو دفاعي ځواکونو رسمي برخه وګرځي.

د روسیې دولتي رسنیو د ازموینې هغه انځورونه خپاره کړي چې په‌کې د ستراتیژیکو توغندیزو ځواکونو قوماندان سرګي کراکایوف«Sergei Karakayev » ولسمشر پوتین ته د بریالۍ ازموینې راپور وړاندې کوي.

د روسي چارواکو په وینا، «سرمات» د اوږده واټن ویشتلو وړتیا لري او کولای شي تر ۳۵زره کیلومترو ډېر واټن ووهي.

پوتین ادعا کړې چې دغه توغندی د نړۍ د اوسنیو او راتلونکو توغندیو ضد دفاعي سیستمونو د ماتولو توان لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د «سرمات» د جوړولو چارې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې وې، خو پروژه له تخنیکي ستونزو او پرله‌پسې ځنډونو سره مخ وه.

راپورونه ښيي چې تر دې وړاندې یوازې یوه ازموینه بریالۍ شوې وه او په ۲۰۲۴کال کې یوه ناکامه ازموینه په سترې چاودنې بدله شوې وه.

دغه توغندی چې په لوېدیځ کې د “Satan II” په نوم هم پېژندل کېږي، ټاکل شوې د پخواني شوروي د «وویوودا» زاړه توغندي ځای ناستی شي. روسیه باور لري چې «سرمات» به د دې هېواد د اټومي ځواک مهمه برخه پیاوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام