Asset 1SWN

کارته‌ سخي د نوي کال په لومړۍ ورځ له شوره ډک و

نور

د نوي کال په را رسېدو سره د کابل په کارته‌ سخي کې جنډه پورته شوه. د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، وايي چې د دې ورځې نمانځنه په هېواد کې لرغونی تاریخ لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی پر دې ورځ د امنیت ټینګښت په اړه د خوښۍ تر څنګ، له ا.ا څخه غواړي چې په نوي کال کې د بې‌وزلۍ، وزګارتیا او د ښځو د زده‌کړو او کار په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

د کابل اوسېدونکی محمدجواد وايي: «هر کال مېله‌ځایونو او کارته‌ سخي ته په تلو سره دا ورځ نمانځوو. ډېر خوښ یوو چې سږ کال امنیت ښه دی.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی حسین‌علي هم وايي: «نوی کال مو په خوښۍ سره پیل کړ؛ ډېر ښه امنیت نیول شوی. هیله لرو چې حکومت د وزګارتیا او ښوونځیو ته د نجونو د تګ ستونزې هم هوارې کړي.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د نوي کال په اړه یوه پیغام کې هیله‌مندي ښودلې چې نوی کال به په ټوله نړۍ کې د سولې او هوساینې کال وګرځي.

نوموړي له نړیوالو غوښتي چې په نوروزي انګېزې سره د یوې کورنۍ په توګه یو د بل ملاتړ وکړي او په انساني ټولنه کې یووالی وساتي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانان هر کال نوی کال د جنډې په پورته کولو، د سمنک په پخولو، هفت مېوې په تیارولو او د کوژدنې کور ته د ډالیو او مېوو په وړلو او مېله‌ځایونو ته په تګ سره نمانځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام