Asset 1SWN

بې‌وسي او د اختر نمانځنه؛ «سږ کال په یو پاکټ چاکلېټو د مېلمنو هرکلی کوم»

Eid-q5alss5w8h338zv07fwv5s06k487natjcg2ix4u9hk

که څه هم هر کال د اختر په را رسېدو سره په ښار کې ګڼه‌ګوڼه زیاتېږي او د وچو او تازه مېوو، جامو او نورو توکو بازار تودېږي، خو سږ کال د افغانانو ناچارۍ د کابل ښار بازار پیکه کړی دی. د کابل اوسېدونکی ابراهیم وايي: «سږ کال په یو پاکټ چاکلېټو مې د مېلمنو هرکلی کوم. مخکې کلونو کې به یوه یا دوه اوونۍ مخکې تلم او له خپلې وسې سره سم به مې وچه مېوه پېرله، خو سږ کال د وچې مېوې د پېرلو وسه نه لرم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانانو وزګارتیا او ناچاري لامل شوې چې ګڼ‌شمېر هېوادوال د تېرو کلونو په څېر پر خپلو دسترخوانونو د ډول ډول مېوو اېښودو ته چمتووالی و نه‌شي نیولی. د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بشیر وايي: «سږ کال د اختر دسترخوان د هوارولو وسه نه لرم او ښايي اختر ما او زما کورنۍ ته په تمه نه وي.»

وزګارتیا په تېر یوه کال کې بشیر سخت ځپلی او همدا لامل دی چې نه‌ یوازې ځان او د کورنۍ نورو غړیو ته نوې جامې نه‌شي پېرلی، بلکې خپلو مېلمنو ته دسترخوان هم نه‌شي هوارولی. هغه زیاتوي: «هغوی چې بې‌وزله دي، هېڅ اختر نه لري؛ ځکه د نویو جامو او وچې مېوې په پېرلو سره اختر مانا مومي.»

دا یوازې ابراهیم او بشیر نه‌دي چې سږني اختر ته چمتووالی نه لري، بلکې ګڼ‌شمېر کابل ښاریان له ورته وضعیت سره مخامخ دي او د خوښۍ لپاره هېڅ هم نه لري.

د کابل د میرویس میدان اوسېدونکې شیما چې خاوند یې څو کاله وړاندې د کابل په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړی، وايي: «پیسې چې نه وي، ډېره سخته ده چې دسترخوان تیار کړې؛ ځکه خلک د پېرلو وسه نه لري، په ځانګړې توګه هغوی چې سرپرست نه لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

شیما چې له یوې خوا یې د خپل خاوند بېلتون ژړوي او بله‌خوا د دوو لوڼو سرپرسته ده وايي، په کور کې یې کلچې پخې کړي او په هماغو باندې به اختر ونمانځي.

بله‌خوا د وچې مېوې پلورونکي هم شکایت کوي چې سږ کال یې بازار سوړ دی. د کابل په میرویس میدان کې د وچې مېوې یو پلورونکی منصور وايي: «څو کاله کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله د وچې مېوې پلور کم شوی. یوشمېر کسان راځي، بیه کوي یې او بېرته ځي. ځینې هېڅ هټۍ ته نه راځي او د ارزانۍ له کبله هغه مېوه چې د سړک پر سر په کراچۍ کې پلور کېږي، پېري یې.»

د وچې مېوې یو بل پلورونکی فرهاد هم وايي: «خلک هر ډول وچه مېوه نه پېري. یوازې د بادامو، پستې، سیمیانو، ممیزو او نخودو په څېر څو ډول مېوه او کلچې پېري. خو یوشمېر کسان په دې ورځو کې بېسکېټونه چې ارزانه دي، ډېر کاروي.»

افغانان د اخترونو په نمانځنه کېږي اوږده مخینه لري او هر کال خپلو مالي امکاناتو او سلیقې ته په کتو د اختر دسترخوان هواروي او د مېلمنو هرکلی کوي. اوس د کابل ښار په بازارونو کې کاجو، ممیز، چهارمغز، پسته، بادام، نخود، جلغوزې، سیمیان، کېک او کلچې هغه مېوه ده چې خلک یې د اختر لپاره پېري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام