د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي چې د اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او د توکو د لوړې بیې له امله راتلونکي کوچني اختر ته د میوې او نورو اختریزو توکي د پېرلو وس نه لري.

دوی وايي چې د تېرو اخترونو په پرتله سږکال هلمند کې د وچې میوې بیه لوړه شوې او نشي کولای چې د تېرو اخترونو په څېر خپله د اړتیا وړ مېوه وپېري چې دا چاره به یې اختریز رنګونه او خوند ور پیکه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا لښکرګاه ښار کي د اختریزو وچو مېوو اړوند هټۍ‌وال وايي چې د تېرو اخترونو په توپیر يې  سږ کال په ورځنۍ سواد کي د پام وړ کموالی راغلی دی .

د دوی په خبره، پېردونکي یې له کورني تولیداتو څخه په خورا کمه اندازه، یوازي د خپل اړتیا وړ توکي پېري، خو د لوړو بیو، وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای چي د تېرو اخترونو په څېر بهرني تولیدات، او په زیاته اندازه بېلابېله  وچه اختریزه مېوه وپېري.

په ورته وخت کې د لښکرګاه ښاروالي د اړیکو او مطبوعاتو مسوول محمدطاهر ابشار سلام‌وطندار ته وویل: ښاروالۍ د دې ولایت او  یو لړ نورو دولتي ادارو څخه د یو جوړ شوي ګډ کمېسیون پر مټ، د روژې میاشتې له پیله تراوسه په ښار کي د خپل سرو بیو د کنترول په موخه کار کوي.

د نوموړي په وینا،  لښکرګاه ښار کي یې ډیری هغه هټۍ تر یوې ټاکلې مودې پورې تړلي چي د ښاروالۍ له نرخ‌نامې څخه یې په لوړه بیه خوراکي او غیري خوراکي توکي پلورل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چي د روانې روژې میاشتې کې د هلمند اوسېدونکو د خوراکي او غیري خوراکي توکو له  لوړو بیو شکایت لري، خو ډېری هټۍ‌وال بیا د لوړو بیو لاملونه د یوشمېر سوداګرو بې‌انصافي، د ګمرکاتو لوړې مالیې او په لوړه بیه پر لویو لارو له باروړنکو موټرو څخه د ټرانسپورټ اخیستل په ګوټه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام